ترکيه: ځواکونه به يې د عراق په شمال کې پر کردي وسله والو بريدونو ته دوام ورکړي
CMG2022/04/20 11:02:14
شريکول:

د ترکيې دفاع وزارت د اپريل د ۱۹ مې نېټې په شپه د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو يې د جنګي الوتکو په وسيله د عراق په شمال کې پر کردي وسله والو بريدونه کړي دي.

راپور کې زياتوي، چې يو ترکي سرتېری هم د جنګي دندې پر مهال وژل شوی او پدې سره په روانو پوځي عملياتو کې د وژل شوو ترکي سرتېرو شمېر ۲ ته لوړ شوی دی.

د ترکيې دفاع وزارت د همدې ورځې په سهار خبر ورکړی، چې ځواکونو يې د روانې میاشتې د ۱۸ مې نېټې په سهاروختي د عراق په شمال کې د ګردي کارګرو ګوند پر وسله والو بريدونه پيل کړي او تر دې دمه يې ۲۶ کردي جنګيالي وژلي دي.

خبر وايي چې ترکي ځواکونه به پر کردي وسله والو بريدونو ته دوام ورکړي.