اسرائيل د حماس پر پوځي موخو هوايي بريدونه کړي
CMG2022/04/20 10:00:16
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل جنګي الوتکو د اپريل په ۱۹ مه په غزه کې د حماس پر پوځي هدفونو بريدونه کړي دي.

د اسرائيل پوځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ياد بريدونه يې له غزې څخه پراسراييل د۱۸مې نېټې د بريد په غبرګون کې کړي دي.

د مالوماتو له مخې، د اسرائيلي الوتکو دغو بريدونو په سيمه کې ملکي تاسيساتو ته زيانونه اړولي، خو تر اوسه د خلکو د مرګژوبلې په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د حماس وياند حازم قاسم بيا په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اسرائيلي الوتکو په نښه شوو ځايونو کې يې غړو شتون نه درلود.