د بو او اسیایي فورم: سږ کال به د اسیا اقتصادي زیاتوالی 4.8 سلنې ته ورسېږي
CMG2022/04/21 12:48:00
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د بو او اسیايي فورم د ۲۰۲۲م د کلنۍ غونډې لومړۍ خبري ناسته د اپریل په ۲۰مه نېټه ترسره شوه.

په يادې خبري ناستې کې د اسیا د اقتصاد د راتلونکی او د یو ځای کېدو بهیر او د اسیا او نړۍ دوامدار پرمختګ کلني راپورونه خپاره شول.

 د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د اقتصاد او سیاست د څېړنیزې ادارې مشر جانګ یو یان په يادې خبري ناستې کې  د بو او اسیايي فورم د ۲۰۲۲م د کلنۍ غونډې څېړنیزه نتیجه په ډاګه کړه او ويې ويل، چې سږ کال به د اسیا اقتصادي زیاتوالی 4.8 سلنې ته ورسېږي. 

 په یادو راپورونو کې راغلي، چې اسیا په ۲۰۲۱م کال کې د کرونا وبا له منفي اغېزې سره سره لومړی اقتصادي احیا تر لاسه کړې او د نړیوال اقتصاد د سمسورتيا مهم انجین ګرځېدلی دی. (هیله)