شي چين پينګ د ګردې نړۍ د امنيت وړانديز وکړ
CMG2022/04/21 14:37:41
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د اپریل په ۲۱مه نېټه د بو او اسیايي فورم د ۲۰۲۲م کلنۍ غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې انلاین ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په خپلې وينا کې د نړۍ د ګډ امنیت د هڅونې لپاره امنیتي وړاندیز وکړ چې نړيوال دې پر ګډ امنیت، عمومي همکاريو او دوامدارو نظریو ټينګار وکړي او په ګډه دې د نړۍ سوله او امنیت وساتي .
شي جين پينګ وويل، چې ټول هيوادونه دې د بېلا بېلو هېوادونو حاکمیت او خاورې بشپړتیا ته درناوی وکړي، د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې دې لاسوهنې نه کوي، د ملګرو ملتونو منشور او اصول دې مراعات کړي او د سړې جګړې له مفکورې او یواړخیزم سره دې مخالفت وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې نړيوال دې د بېلا بېلو هېوادونو امنيتي پاملرنو ته توجه وکړي او یو برابر، اغېزمن او دوامدار امنیتي چوکاټ دې جوړ او د خبرو اترو او مشورو له لارې دې د هېوادونو ترمنځ شخړې او اختلافات لیرې کړي، د بحرانونو د سوله ييز حل لپاره دې له ټولو کوښښونو څخه ملاتړ او له دوه ګونو معیارونو او یواړخیزو بندیزونو سره دې مخالفت وکړي او د عنعنوي او رسمي اړيکو د خوندیتوب لپاره دې ښه چلند وکړي او په ګډه دې د سیمې کړکچ، ترهګرۍ، اقلیمی بدلون، انټرنيټي او بیولوژيکي امنیت په شمول له نړیوالو ننګونو سره مقابلې وکړي. (هیله)