د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپريل په ۲۱مه نېټه د نوي عصر ځوانان سپين کتاب خپور کړی دی. دا د چين لومړی ځل دی، چې د ځوانانو په اړه يې ځانګړی سپين کتاب خپور کړی دی.
په یاد سپين کتاب کې راغلي، چې د چين کمونېسټ ګوند او حکومت په نوي عصر کې د ځوانانو د پرمختګ لپاره ښه شرايط برابروي او په دې برخه کې يې لوی برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
په دغه سپين کتاب کې د چين د ځوانانو پرمختګ او روحيې ښودل شوي دي.
په ياد سپين کتاب کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ځوانانو ته د چين د ځوانانو څلور وړانديزونه هم بيان شوي دي.