د ملګرو ملتونو سرمنشي د روسيې او اوکراين له مشرانو سره کتنه غواړي
CMG2022/04/21 11:14:07
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوټريش وياند سټيفن دوجاريک د اپرېل په ۲۰مه نېټه ويلي، چې ښاغلي ګوټريش د روسيې او اوکراين دايمي پلاويو ته پيغام ليږلی او د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين او د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلينسکي سره يې د ليدنې غوښتنه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې انتونيو ګوټریش غواړي، چې په جلا جلا توګه له پوتين او زیلینسکي سره وګوري او د سولې په تړاو ورسره خبرې او سلامشورې وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ګوټريش به له يادو دواړو مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي، چې د م.م د منشور، نړيوالو قوانينو او څو اړخيزم پر بنسټ بيړني اقدامات وکړي او په سيمه کې سوله رامنځته کړي.
ګوټريش ويلي، چې روسيه او اوکراين د م.م بنسټ ايښودونکي هېوادونه دي او تل يې د م.م له چارو ملاتړ کړی دی. (خبرياله: شکريه)