رسيپ د سيمې اقتصادي همکاريو ته خوځنده ځواک ورکړی
CMG2022/04/21 14:56:18
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د اپريل په ۲۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې رسيپ (د سيمه ييزو جامع اقتصادي همکاريزو اړیکو تړون) د روان کال په پيل کې نافذ شوی، د سيمې د هېوادونو د اقتصادي احيا، سمسور پرمختګ او د سولې او ثبات د ساتلو په برخه کې يې مثبت رول لوبولی او د بېلابېلو هېوادونو تصدیو او خلکو ته یې ګټې رسولې دي.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د رسيپ تړون له ۱۴ غړو هېوادونو سره د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په حجم کې٪ 30.4  ځای نيولی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ 6.9 زیاتوالی ښيي.

د بواو اسيايي فورم د روانې میاشتې په ۲۰ مه نېټه پرانيستل شوی او تر ۲۲ مې نېټې پورې به دوام ولري. د دغه فورم یو شمېر چيني او بهرنيو ګډونوالو ويلي، چې رسيپ تړون سيمه ييز پرمختګ له نويو فرصتونو سره مخ کړی دی.

 

د بواو اسيايي فورم په همدې ورځ د اسیا د اقتصادي لرليد او يووالي بهير په اړه يو کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې به يې رسيپ د اسيايي هېوادونو ترمنځ د انلاين سوداګرۍ سربيه کمه کړي او صنعتي او ارزښتي ځنځيرونه به تنظيم کړي. د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي او  د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي او ټولنيزې کمېټې اجرائیه سکرتر شمشاد اختر وايي، چې رسيب به د اسيا او ارام سمندر سيمې پرمختګ ته نوې انرژۍ ورکړي.

شمشاد اختر وويل:

((رسيپ ډېر نوي عوامل لري او د توکو د توليدونکو ځايونو، د سرمايه ګذارۍ ، د پوهنې ملکيت حق د ساتلو او د انلاين سوداګرۍ په برخه کې يو لړ اسانتياوې برابروي. د دغه تړون له مخې به تر ۹۰٪ زياتې سوداګريزې معاملې له ګمرکي تعرفې معاف وي او دا به د سيمه ييزې سوداګرۍ د لوړ انډول سبب وګرځي. دغه راز خدماتي سوداګري به هم د دغه تړون د غړو هېوادونو په ورخلاصون کې نوی پرمختګ ومومي.))

د سينګاپور پخوانی مرستيال صدراعظم او کایتنګ شرکت رئيس هوانګ ګن چنګ وايي، که څه هم کرونا وبا اقتصادي وده له ستونزو سره مخ کړې، خو په تېرو دوو کلونو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د نړۍ تر نورو سيمو چټکه اقتصادي وده موندلې او د نړيوالې اقتصادي سمسورتيا لپاره يې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي هوانګ ګن چنګ وويل:

((رسيپ سيمې او خپلو غړو هېوادونو ته د پرمختګ زيات فرصتونه رسولي دي، دغه تړون بهرنۍ سوداګرۍ ته اسانتياوې برابروي او ګمرکي تعرفې کموي، چې دا نه يوازې د سرمايې ګذارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ په ګټه دي، بلکې خلکو ته به زيات فرصتونه هم برابر کړي او د غړو هېوادونو د خلکو په ژوند کې به ښه والی راولي.

شمېرې ښيي، چې د رسيپ له غړو هېوادونو سره د چين د هانکانګ سيمې د مالونو او خدماتو سوداګريز ارزښت د دغې سيمې په ټولې بهرنۍ سوداګرۍ کې نږدې شپېته سلنه نيسي او دغې سيمې د روان کال په فبرورۍ کې په ياد تړون کې د ګډون غوښتنليک وړاندې کړی دی. د بواو اسیايي فورم د معلوماتو کمېټې مشر او د فنګشي شرکت رئيس ښاغلی فنګ ګوه جينګ وايي، چې رسيپ د هانګانګ بهرنۍ سوداګرۍ او همکارۍ ته نوی خوځنده ځواک ورکولی شي.

فنګ ګوه جينګ وويل:

(( هانکانګ د سيمې اقتصادي او سوداګريز مرکز دی او دغه سيمه په رسيپ کې له ګډون وروسته توانيږي، چې د ټولې سيمې د اقتصادي ودې لپاره د همغږۍ او تنظيم رول ولوبوي او اقتصادي يووالی پیاوړی کړي. هيله من يم چې رسيپ به د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره د هانګانګ اقتصادي وده وژغوري.))

پدې وروستيو کلونو کې د چين د ورخلاصون کچه لاپسې لوړه شوې ده.

 د چين په های نان ولايت کې د ازاد سوداګريز بندر د جوړولو پروژه د ۲۰۱۸ م کال د اپريل په ۱۳ مه نېټه پيل شوې او له تېرو څلورو کلونو راهيسې په سالمه توګه روانه ده. د های نان ولايت مرستيال والي شن دان يانګ وايي، چې چين د ورخلاصون تګلارې په پلي کولو سره چټک اقتصادي پرمختګ موندلی او د اسيا او ارام سمندر سيمې او نړیوال اقتصادي پرمختګ ته يې انرژۍ ورکړې دي. د دې ترڅنګ د های نان ازادې سوداګرۍ بندر پاليسي او نظام به هم سيمه ييزو همکاريو او پرمختګ ته نوي فرصتونه ورسوي.

شن دان يانګ وويل:

(( زما په اند درې ډوله فرصتونه شته، لومړی فرصت دا دی، چې د مالونو سوداګري به په چين کې بازار پيدا کړي، دوهم فرصت دا دی، چې خدماتي سوداګري به اسيان هېوادونو ته فرصتونه برابر کړي او درېيم فرصت يې دا يادولی شو، چې دوه اړخيزې همکارۍ به پياوړې شي. های نان يوه داسې ځانګړې پاليسي تطبيق کړې، چې له مخې يې که چيني تصدۍ په دې سيمه کې نمايده ګۍ جوړې کړي او يا د اسيان په هېوادونو او يا نورو هېوادونو او سیمو کې پانګونه وکړي، نو له مالياتو به معاف وي.))