د اروپايي شورا رئيس چارلیز میشل اوکراین ته تللی
CMG2022/04/21 12:35:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي شورا رئيس چارلیز میشل د اپریل په ۲۰مه نېټه اوکراین ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر ولاديمير زلینسکي سره يې ليدلي دي.

دوی دواړو د اروپايي ټولنې د کاندید په توګه د اوکراین  غوښتنې، پر روسیې د بندیزونو شپږم پړاو او د ماریوپول وضعیت او د اوکراین بیارغونې په شمول د ځینو موضوعاتو په هکله بحثونه کړي دي. 

ولاديمير زلینسکي او چارليز ميشل له ليدنې وروسته په یوې خبري ناستې کې راڅرګند شوي او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.

زلینسکي ويلي، چې اوکراین اروپايي ټولنې ته د سروې ځيني ځوابونه ورکړي او هیله يې ښودلې، چې اروپايي ټولنه د اوکراین د غړيتوب په اړه غونډه او رایګیري ترسره کړي.

 میشل ویلي، چې اروپايي ټولنه پلان لري، په راتلونکې جون کې د اوکراین د کانديد په اړه پرېکړه وکړي. (هیله)