چین: د امریکا انټرنيټي بريدونه او فعاليتونه څارو
CMG2022/04/21 12:39:57
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اپریل په ۲۰مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې چین د امریکا د حکومت شوم انلاین فعالیتونه او انټرنيټي بريدونه څاري او تر پاملرنې لاندې يې نيولې دي.

نوموړي له امریکا څخه وغوښتل، چې د خپلو انلاين فعاليتونو په اړه تفصيلات ورکړي او سمدلاسه اړوندې کړنې بندې کړي.

د چین د کمپيوټري ویروسونو مالوماتي مرکز څو ورځې مخکې د بېلا بېلو هېوادونو پر ادارو د امریکا حکومت د انټرنيټي حملو په اړه خبرداری ورکړ او په دې اړه يې يو راپور هم خپور کړ.

ياد مرکز په خپل دغه راپور کې ويلي، چې امریکا د ځانګړو سپکو انترنيټي وسلو له لارې په ګردې نړۍ کې انټرنيټي حملې کوي او په فرانسې، جرمني، کاناډا، ترکیې او ماليزیا کې يې خپل  ماشینونه او د وي پي اېن (VPN) تجهیزات ځای پر ځای کړي دي. (هیله)