چین به تر ۲۰۳۱م کال پورې د غلو دانو 88.1 سلنه عرضه پخپله برابره کړي
CMG2022/04/21 15:22:55
شريکول:

د چین حکومت څو ورځې مخکې د هيواد د کرهنیزو چارو د وړاندوینې راپور (2022-2031) خپور کړی او په ۲۰۲۱م کال کې يې د وریجو، غنمو او لوبیا په شمول د ۱۸ لومړيو زراغتي تولیداتو بازاري حالت معرفي کړی او هم یې د سږ کال او راتلونکو ۱۰ کلونو کې د عمده زراعتي تولیداتو د تولید، مصرف، معاملو او بیو وړاندوینې خپرې کړې دي.

 په دغه راپور کې راغلي، چې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به د چین د غلو دانو عمومي توليدي توان مخ په لوړېدو شي، د کرنيزو ځمکو پراخوالی به يې تر یوې اندازې پورې زیات او توليدي اندازه به يې په چټکۍ زیاته شي.
اټکل دا دی،چین به تر ۲۰۳۱م کال پورې د غلو دانو 88.1 سلنه عرضه پخپله برابره کړي.
په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چین د غلو دانو توليدي اندازه 683 ملیونو ټنو ته رسېدلې وه او دا بې ساري اندازه وه او د وړم کال په نسبت يې 2 سلنه زیاتوالی ښوده. (هیله)