د بو او د اسيايي فورم د ۲۰۲۲م کال کلنۍ غونډه پرانيستل شوه
CMG2022/04/21 11:10:59
شريکول:

د چين ميډيا کروپ د خبر له مخې، د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۲م کال کلنۍ غونډه د اپرېل په شلمه نېټه د های نان ولايت په بو او علاقه دارۍ کې پرانيستل شوه.
ياده کلنۍ غونډه ((کرونا او نړۍ، د نړيوال پرمختګ ګډه هڅونه او د ګډ راتلونکې ابادي )) په مطلب روانه ده او لومړۍ خبري ناسته يې هم په همدې ورځ تر سره شوه.
د بو او آسيايي فورم سرمنشي لي باو دونګ په يادې خبري ناستې کې د کلنۍ غونډې په تړاو مالومات ورکړل او په پای کې يې دوه څېړنيز راپورونه (( د اسيايي اقتصاد راتلونکی او د يووالي بهير )) او (( دوامدار پرمختګ لرونکې اسيا او نړۍ ـ د زرغونې اسيا پلان )) خپاره کړل.

 (خبرياله: شکريه)