د نړيوال پرمختګ د اجنډا
پرمخبيولو او د روښانه راتلونکي د ګډې ابادۍ نړيوال سيمينار، چې د ملګرو ملتونو په
اړه د چين ټولنې لخوا جوړ شوی و، د اپرېل په ۱۹مه نېټه انلاين تر سره شو.
د چين
د ډيپلوماتيکو چارو ټولنې او د م.م په اړه د چين ټولنې مشر وانګ چاو هم په ياد
سيمينار کې ګډون کړی و او په خپلې وينا کې يې وويل، چې چين د نړيوال پرمختګ پر
وړاندې له ګڼو ستونزو سره سره د نړيوال پرمختګ غوښتنه کوي او د ملګرو ملتونو د
۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلي کېدو لپاره بېلا بېل هيوادونه ګډو کوښښونو
ته هڅوي.
نوموړي وويل، چې د چين د يادې غوښتنې موخه دا ده، چې نړيوال پرمختګ
سالم او دوامدار پرمختګ وکړي او لاغښتلی شي او سوله او پرمختګ يې د غوښتنې اصلي ټکي
دي.
په دغه سيمينار کې د مصر پخواني صدراعظم عصام شرف، د م.م پخواني مرستيال
سرمنشي او د چاپيريال ساتنې اجرائيوي مشر اېريک سولهيم او په چين کې د م.م همغږي
کوونکي سيدهارت چاتيرجي په ګډون ځينو نړيوالو شخصيتونو ګډون کړی و.
(خبرياله:
شکريه)