د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۲م کال د کلنۍ
غونډې پرانيستونکي مراسم د اپرېل د ۲۱مې نېټې په سهار د های نان ولايت د بو او په
علاقه دارۍ کې تر سره شول.
په يادو مراسمو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او
مرستيال صدراعظم هان جنګ هم ګډون کړی او شي جين پينګ پکې يوه مهمه وينا کړې
ده.
د مالوماتو له مخې، د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۲م کال کلنۍ غونډه د اپرېل په
۲۰مې نېټې پېل او په ۲۲ نېټې به پای ته ورسيږي.
ياده کلنۍ غونډه (( کرونا او
نړۍ، د نړيوال پرمختګ هڅونه او د ګډ راتلونکي ابادي)) په عنوان ترسره کيږي.
د
مالوماتو له مخې، په دغې غونډې کې د اسرائيل ولسمشر ايسحاق هرتزوګ، د منګولستان
ولسمشر يوخناګين خوريلسوغ، د نيپال ولسمشرې ويديا ديوي بهانداري، د فليپين ولسمشر
رودريګو دوتيرت، د قزاقستان صدراعظم علي خان سمايلوف، د لاوس صدراعظم پهانخام
ويپهاوان او د نړيوال پولي صندوق مشرې کريستالينا ګيورګيوا انلاين ګډون کړی
دی.
(خبرياله: شکريه)