شي جين پينګ: خپل برخلیک بايد په خپله وټاکو
CMG2022/04/21 14:35:20
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اپریل په ۲۱مه نېټه د بو او اسیايي فورم د ۲۰۲۲م کلنۍ غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې انلاین ګډون او وینا وکړه. 
نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د سیمې سوله او ارامتیا د سیمې هېوادونو د ګډو کوښښونو په پایله کې رامځته کيږي او د نورو لخوا ورته  د سولې ډالۍ نه ورکول کيږي، نو ټول هيوادونه بايد د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي وويل، چې اوسمهال د اسیا لخوا وړاندې شوي په سوله کې د ګډ ژوند ۵ اصول او د بان دونګ روحیه ستر عملي ارزښت لري او بايد پلې کېدو ته يې ډېره پاملرنه وشي.
شي جين پينګ زياته کړه، چې ټول هيوادونه باید د متقابل درناوي، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ او په سوله کې د ګډ ژوند په شمول پر ځينو اصولو ټينګار وکړي او د ښه ګاونډیتوب تګلارې دې پلې کړي او خپل برخليک بايد په خپلو لاسونو کې واخلي او ټول چارې بايد په خپله کنټرول کړو. (هیله)