د نړۍ امنیت وړانديز د اسيا او نړۍ لپاره اړين دی
CMG2022/04/22 14:55:59
شريکول:

امنيت او خونديتوب د پرمختګ اساس او انسانان نه پاشل کېدونکي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اپريل په ۲۱مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د بو او اسيا فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې انلاين ګډون او په خپلې وينا کې يې نړۍ ته د امنیت وړانديز وکړ. نړيوالې ټولنې د نوموړي دغه وړانديز د پاملرنې وړ او د اسيا او نړۍ لپاره يې ډېر مهم بللی دی.

د شي جين پينګ ياد وړانديز د بې ساري نړيوال بدلون په درشل کې د چين د پوهې او ځېرکتيا ښه څرګندويي کوي.
د چين د دولت رئيس شي جين پینګ له ۲۰۱۳ کال راهيسې، د بو او اسيا فورم کې پنځه ځلې ګډون کړی او په خپلو ويناوو کې يې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړي، خو تل یې پر امنیت ډېر ټينګار کړی او همدا کلېمه يې د ویناوو کليدي ټکی بلل شوی دی.
 د بو او اسيا فورم په سږنۍ غونډې کې پر امنيتي مسئلو ډېر تمرکز شوی او د بېلا بېلو خواوو پاملرنه يې راجلب کړې ده.

ناټو د ختيځې اروپا پر لور پراخوالی غواړي، چې له امله یې د اوکراين کړکيچ راپورته شوی او امريکا بیا د ځينو هېوادونو پر وړاندې د مقاومت بیرغ پورته کړی او د بادارۍ ساتلو په موخه يې هر اړخيزې هڅې پېل کړي دي، خو دا بايد هير نه کړو، چې سوله په نړۍ کې کمزورې، خو ډېره قيمتي ډالۍ ده.

د رئيس شي جين پينګ ياد وړانديز د نړيوال حالت په کليدي پړاو کې د بېلا بېلو خواوو د اوسنيو ستونزو د حلولو لپاره بېړنۍ لايحه برابره کړې او د څو اړخيزم ښه ښکارندويي کوي.

د نوموړي د ياد وړانديز موخه د نړۍ امنيت ساتل او تر کرونا وبا وروسته د نړيوال اقتصاد د سمسورتيا لپاره د ضمانت برابرول دي.

په امريکا کې د چين او امريکا د چارو څيړنيز مرکز د لوړې کچې څيړونکی سوراب ګوپتا په دې اند دی، چې رئيس شي جين پینګ د بو او اسيا فورم کې د نړۍ امنیت لپاره پر وخت او ډېر ښه مناسب وړاندیز کړی او بې له شکه څو اړخيزم او نړيوال پرمختګ د ګردې نړۍ لپاره ډېر اړين دي.

د رئیس شي جين پينګ په دغه وړانديز کې پر شپږو ټکو ټينګار شوی، يعنې اسيايي هېوادونه دې پر ګډو، عمومي، همکاريزو او دواملرونکو امنتيي افکارو ټينګار ولري، د بېلا بېلو هېوادونو د ملي حاکميت، د خاورو بشپړتيا او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې دې ټينګار وکړي، د م.م د منشور موخه او اصول دې مراعات کړي، د بېلا بېلو هېوادونو امنيتي ګټو ته دې پاملرنه وکړي او د هېوادونو ترمنځ د کشالو او اختلافاتو د لېرې کولو لپاره دې پر خبرو اترو او مشورو او په عنعنوي او غير عنعنوي برخو کې د امنيت پر ساتنې ټينګار وکړي.

ياد ټکی نه یوازې د مشرتوب پوهه او ځيرکتيا انعکاسوي، بلکې د رښتينو ستونزو د حل و فصل د مشخصو جذياتو ښکارندويي هم کوي او د انسانانو پر وړاندې د شته امنيتي مسئلو د حل لارې چارې پکې په ګوته شوې دي.

د رئیس شي جينګ پينګ د نړۍ امنیت وړانديز ډېر اهميت لري

اسيا په تېرو څو لسيزو کې سوله ييز او ثابت حالت ساتلی او چټک اقتصادي پرمختګ يې کړی او ډېر ښه کارونه پکې ترسره شوي دي. اسيايان پر دې پوهيږي، که په اسيا کې سوله نه وي، نو پرمختګ به يې ناممکن وي، خو دا هم بايد په یاد ولرو، چې سوله او ثبات په اسانه نه  تر لاسه کيږي، بلکې د سيمه ييزو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

د چين د نړۍ امنیت وړانديز په سوله کې د ګډ ژوند په اړه له پنځو اصولو او د باندونګ کنفرانس له روحيې سره سمون لري او د اسيايي هېوادونو له خوا د سولې د ساتلو، د همکاريو د پياوړتيا او د يووالي د پرمخبيولو لپاره ګټور دی.

 د اسيا برخليک بايد د اسيايانو له خوا وټاکل شي

د اسيا اقتصادي پرمختګ د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهم انجين دی.

د بو او اسيا فورم د کلنۍ غونډې نوی راپور وايي، چې تېر کال د اسيا اقتصادي اندازه د نړيوال اقتصاد په عمومي اندازې کې ۴۷ اعشاريه ۴ برخه نيولې ده. راپور زياتوي، که څه هم روان کال کرونا وبا د اسيا پر اقتصادي احيا منفي اغيزه کړې، خو بیا هم زیاترو اسيايي اقتصادونو ثابت پرمختګ موندلی دی.

اټکل دا دی، چې د اسيا د اقتصاد پرمختيایي انډول به په سلو کې ۴.۸ سلنه وي. چين به په راتلونکې کې له اسيايي هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي، تر څو اسيا د نړيوالې سولې ساتونکې، پرمختګ سرچېنه او همکاريو نوی ډګر وګرځي.