چین: هېڅ ځواک د هانکانګ د اجرائيوي مشر د ټاکنو مخه نه شي نیولی
CMG2022/04/22 11:23:07
شريکول:

ټوېټر د چین د هانکانګ د ځانګړې ادارې سیمې د اجرائيوي مشر د کاندیدانو ټويټرپاڼې تړلې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اپریل په ۲۱مه نېټه په یوې خبري ناستې کې په دې هکله وویل، چې د ټویټر اداره د چین په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره د امریکا د حکومت سیاسي وسیله ګرځېدلې ده.  نوموړي د ټوېټر دغه کړنه ناسمه او بې ځايه وبلله او ويې ويل، چې چين به د هر شر اچونکي پر وړاندې کلک ودريږي.
وانګ ون بین پر دې ټينګار وکړ، چې د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې د اجرائيوي مشر په ټاکنو کې د بهرنیو ځواکونو د لاسوهنې غندنه کوي او د ټوېټر له ادارې غواړي، چې د هانکانګ د اجرائيوي مشر ټاکنو ته درناوی وکړي.  (هیله)