د اسیا راتلونکی به څنګه وي؟
CMG2022/04/22 16:27:23
شريکول:

د اسیا راتلونکی به څنګه وي؟

 شي جين پينګ دغه پوښتنه د بو او اسيا په فورم کې کړې ده.

د بو او اسيايي فورم د ۲۰۲۲م کال کنفرانس د اپريل په ۲۱مه نېټه د چين د های نان ولايت په بو او ښار کې پرانيستل شو.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ياد فورم کې انلاين ګډون کړی و او د " ننګونو پر وړاندې يو بل ته د مقابلې لاسونو ورکول او د راتلونکي همکارۍ"  په سرليک يې يوه مهمه وينا کړې ده.

نوموړي په ټینګار ويلي؛ که اسيا ښه وي، نو ټوله نړۍ به ارامه وي.

د اسیا راتلونکی به څنګه وي؟

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د څو کليدي ټکو يادونه وکړه.

۱ـ نوښت

د اسیا وچه له تېرو څو لسیزو راهیسې په عمده توګه ثابته پاتې شوې، اقتصاد يې چټکه وده موندلې او نوښتي چارې يې هم غوړېدلې دي، نو مونږ ټول باید په ګډه د اسیا ښه پرمختګ او ودانۍ ته دوام ورکړو.

△د چین څلورم نړیوال وارداتي نندارتون د ۲۰۲۱م کال په نوامبر کې ترسره شو. په دغه نندارتون کې د جاپان کینن، د کوریا جمهوریت سامسنګ، د افغانستان غالۍ او د تایلنډ د خوراکي او کرنیزو محصولاتو نندارځي هم پرانيستل شوي وو.  

۲ـ  زغم

دا د اسیا لید او لوی زغم دی، چې د سیالۍ خبرې يې په همکاريو بدلې کړي، د جال غورځول يې په ټولشمولیت بدل کړي او ځانځاني يې په متقابلو زده کړو بدله کړې ده.

۳ـ لویه کښتي

د نړۍ ټول هېوادونه په یوې لویې کښتۍ کې سپاره دي، بايد هېر نه کړو، چې ټول ګډ برخلیک لري، که څوک غواړي، له توپاني سمندر څخه په ارام تېر شي، نو باید د روښانه راتلونکي په لور حرکت وکړي او په کښتۍ کې باید په ګډه کار وکړي.  

۴ـ  ماشین

نړیواله ټولنه نن ورځ له پرمختګ سره سره په یو پیچلي، نازک او عضوي ماشین بدله شوې او د یوې برخې له منځه وړل به يې د ټول ماشین په فعالیت کې جدي ستونزې را پيدا کړي.

۵ـ  واکسینونه

دا ډېره اړینه چاره ده، چې دعامه توليد په توګه د واکسینونو ځانګړتیاوې وساتل شي او د پرمختيايي هېوادونو خلک بايد واکسینونو ته لاسرسی پيدا او بايد ډاډ ترلاسه کړي.

چين څه دپاسه ۱۲۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته ۲ اعشاريه يو ميليارډه دوزه واکسينونه برابر کړي او د واکسين د توليد په برخه کې يې خپلې ژمنې پوره کړې دي.

۶ـ  لویه کورنۍ

د نړۍ ټول قوي او کمزوري هیوادونه باید په اسیا کې دننه او بهر ګډوډي جوړه نه کړي، بلکې اسیا سره دې مرستې وکړي.
ټول هيوادونه دې په ګډه د سوله ییز پرمختګ لاره تعقیب کړي، د متقابلو ګټو پر بنسټ دې همکارۍ وکړي او متحده او پرمختللې اسيايي کورنۍ دې جوړه کړي.