د اوکراین په موخه د روسیې له پوځي عملیاتو سره د چین پټې مرستې په اړه ګانګوسې بيخي دروغ ده
CMG2022/04/22 15:07:46
شريکول:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اپریل په ۲۰مه نېټه ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې وندي شرمن په بروکسیل کې د ناټو له مرستیال سرمنشي میرکیا ګیونا او په دغه سازمان کې د بېلا بېلو هېوادونو له دايمي استازو سره کتلي او په بهير کې يې د روسيې له پوځي عملیاتو سره د چین پر پټې مرستې هم څرګندې خبرې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اپریل په ۲۱مه نېټه د وندي شرمن يادې خبرې رد کړې او دا یې د چين پر ضد پروپاګند وبلل.

نوموړي وویل، چې پر اوکراین د روسیې له پوځي عملیاتو سره د چین د پټې مرستې په اړه ګانګوسې بيخي بې ځايه او له وقعیت سره سمون نه لري.

وانګ ون بین پر امریکا غږ وکړ، چې پر چین دې بې ځایه تورونه نه لګوي، د اوکراین په کړکیچ کې دې خپله دنده پر غاړه واخلي او د کړکیچ د سیاسي حل لپاره دې يې له نړیوالې ټولنې سره ګډې هڅې وکړي او د خپلو شخصي ګټو لپاره دې اروپا او حتی نړۍ نه زیانمنه کوي.

 (هیله)