چين په بهرنيو هيوادونو کې د روان کال په لومړۍ ربعه کې له ۲۰۰ ميليارډو يوانو زياته پانګونه کړې
CMG2022/04/22 10:37:54
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اپريل په ۲۱مه نېټه په يوې انلاين خبري ناستې کې ويلي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين د پانګونې اندازه 34.29 ميليارډو ډالرو ته رسېدلې، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله 7.9 سلنه زياتوالی ښيي.

نوموړي وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې په پرتو هېوادونو کې د چين غير پولي مستقيمې پانګونې 5 ميليارډو او 260 ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹ سلنه زياتوالی ښيي.