شي جين پينګ د بېجينګ د ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون پخوانيو پروفيسرانو ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2022/04/22 14:57:46
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۱مه نېټه د بېجينګ د ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون پخوانيو پروفيسرانو ته ځوابي پيغام ليږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې په هيواد کې د لا زياتو مستعدو کسانو د روزنې، د فولادو او اوسپنې د توليدي چارو د نوښت او د زرغون پرمختګ په هکله خپلې هيلې څرګندې کړې دي.

شي جين پينګ په پيغام کې ليکلي، چې د بېجينګ د ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون له جوړېدو راهيسې د فولادو او اوسپنې د صنعتي چارو د پرمختګ لپاره رغنده خدمتونه تر سره کړي دي.

هغه د دغه پوهنتون د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت پخوانيو او اوسنيو استادانو، محصلينو او کارکوونکو ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.