د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې
ولسمشر ولاديمير پوتين د اپريل په ۲۱مه نېټه روسي ځواکونو ته امر کړی، چې په
ماريوپول ښار کې د ازوف د فولادو پر فابريکې د بريد پلان لغوه او ياده فابريکه بنده
کړي.
د روسيې دفاع وزير سيرګي شويګو په همدې ورځ ويلي، چې روسي ځواکونو د ازوف د فولادو له فابريکې پرته د ماريوپول ښار ټولې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي. (خبرياله: شکريه)