په افغانستان کې دوو بریدونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې
CMG2022/04/22 10:21:40
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کولتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د اپريل په ۲۱مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې په همدې ورځ د دې ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په يوه جومات کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

ياده چاودنه داسې مهال شوې، چې ګڼو خلکو په جومات کې لمونځ کاوه.
د کندز د امنيې قومندانۍ وياند عبيدالله عابد رسنيو ته ويلي، چې په همدې ورځ د کندوز ښار په څنډه کې د طالبانو پر يوه بس د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ٢٢ تنه نور ټپيان وو.
تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
(خبرياله: شکريه)