لګښت لا هم د چين د اقتصادي ودې ډېر مهم قوت بلل کېږي
CMG2022/04/22 14:42:32
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اپرېل په ٢١مه نېټه په يوې نوبتي مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې د چين اقتصاد د مصرف ستر پټ قوتونه لري او په راتلونکې کې به یې د استهلاکي چارو سمسورتيا نوره هم وغوړيږي.

نوموړي وويل، چې د چين دننه، د سږ کال د لومړۍ ربعې د مصرفي لګښتونو عمومي ارزښت د هيواد په اقتصادي ودې کې ۶۹.۴ سلنه نيولې او لګښت لا هم د چين د اقتصادي ودې لومړی خوځنده قوت بلل کېږي.
د چين د شمېرنې ملي اداره وايي، چې په هيواد کې د روان کال په لومړۍ ربع کې د انلاين پرچون خرڅلاو عمومي ارزښت ۳۰۱۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۶ سلنه زياتوالی ښيي.
(خبرياله: شکري)