چين د کارګرو دوه نړيوال تړونونه منظور کړل
CMG2022/04/22 14:56:54
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې څه موده مخکې د کارګرو نړيوال سازمان په اړه د ۱۹۳۰م کال د جبري کارونو تړون او د ۱۹۵۷م کال د جبري کارونو د لغوه کولو تړون ته منظوري ورکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د يادو تړونونو په اړه وويل، چې چين تل د جبري کارونو ضد دريځ نيولی او د همدې لپاره يې دغه دوه نړيوال تړونونه منظور کړي او په دې سره يې نړۍ ته خپل ټينګ دريځ ښکاره کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د چين حکومت د کارګرو حقوقو او ګټو ته په درنه سترګه ګوري، د کارګرو نړيوال تړون په هکله رغنده، جدي او مسئولانه رويه لري او د کارګرو نړيوال تړونونه يې په اغيزمنه توګه تطبيق کړي دي.