شي جین پينګ د اقلیمي بدلون په اړه د بریتانيې زده کوونکو ته ځوابي پیغام وليږه
CMG2022/04/22 11:20:23
شريکول:

د بریتانيې د فرانسیس هولنډ ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکو څو ورځې مخکې د چین دولت رئيس شي جین پينګ ته يو پيغام ليږلی دی. دوی په دغه پيغام کې اقليمي بدلون ته ډېره پاملرنه کړې ده.

شي جين پينګ په دې وروستیو کې يادو زده کوونکو ته ځوابي پيغام لیږلی .
نوموړي په دغه پيغام کې ليکلي، چې چینايان د طبیعت درناوی کوي او ورسره مینه لري او له اقلیمي بدلون سره مقابلې ته ډېره پاملرنه کوي، ځکه پاک او زرغون غرونه د هيواد شتمني ده او دغه نظر د چینایانو په زړونو کې ډېره ژوره خطره پاتې کړې ده او دوی یې طبیعت ساتنې ته هڅولي دي.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې د نړۍ له ټولو وګړو غوښتي، چې د خپلو سترګو د ساتلو په شان طبیعت او ایکولوژيکي چاپېریال وساتي.
نوموړي ويلي، چې چین د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقابلې ډېر کوښښونه کړي او څرګند بریالیتوب يې تر لاسه کړي او په راتلونکی کې به هم نورې زیاتې لاسته راوړنې ولري. (هیله)