د بواو اسيايي فورم کلنۍ غونډه پای ته ورسېده
CMG2022/04/23 10:21:06
شريکول:

د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۲م کال کلنۍ غوڼده د اپريل په ۲۲ مه نېټه د چين په های نان ولايت کې پای ته  ورسېده.

د بواو اسيايي فورم سرمنشي لي باو دونګ په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې وويل، چې په سږنۍ غونډه کې د نړۍ د خونديتوب ساتلو نوښت وړاندې شوی او دغه نوښت د دې غونډې تر ټولو لويه لاسته راوړنه بلل کيږي.

ښاغلي لي باو دونګ په خپلو خبرو کې وويل، چې اسیايي هېوادونه دې يو موټی شي او سيمه ييزه سوله دې وساتي، همدارنګه د سيمې د هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې دې د نفاق اچوونکو مخه ونيسي.

بواو اسيايي فورم په اسيا کې د سیاستوالو او سوداګرو ترمنځ د خبرو له مهمو فلاټفورمونو څخه شمېرل کيږي او هره کلنۍ غونډه يې تر ډېره د اسيا پر پرمختګ تمرکز کوي. 

په سږنۍ غونډه کې د ۴۲ هېوادونو او سیمو څه باندې ۶۰۰ استازو په حضوري ډول او څه باندې ۴۰۰ نورو په انلاين ډول ګډون کړی و.