په امريکا کې د ډزو پېښې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د مړينې عمده لامل ګرځېدلي
CMG2022/04/23 11:05:42
شريکول:

د ډزو پېښې د امريکا په ټولنه کې يوه سخته ستونزه ده او له تېرو څو کلونو راهيسې دغه مسئله د سختېدو په حال کې ده.

د امريکا يو څېړنيز راپور د اپريل په شلمه نېټه خپور شوی، چې له مخې يې په ۲۰۲۰م کال کې په امريکا کې د ډزو پېښو له امله  ۴۵۲۲۲ کسان وژل شوي، چې پ کې ۴۳۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان شامل وو. په ۲۰۲۰م کال کې په دغه هېواد کې په ډزو د وژلو پېښو شمېر د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۳۳ سلنه او د دغو پېښو له امله د وژلو شويو ماشومانو او تنکيو ځوانانو شمېر د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۲۹سلنه زياتوالی ښودلی. دا په ۱۹۹۹م کال کې د دغسې احصايې له پيل راهيسې لومړی ځل دی، چې په امريکا کې د ډزو پېښې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د مړينې عمده لامل ګرځېدلی دی.