افغان کارپوه: چين په واقعي ډول د اسيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې کړې او کوي يې
CMG2022/04/23 11:11:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اپرېل په ۲۱مه نېټه په پنځم ځل د چين په های نان ولايت کې د بوآو اسيايي فورم د کلنۍ غونډې د پرانيستې په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي يوه داسې نظريه چې نړیوال څنګه د شته نړیوالو ننګونو او ستونزو پر وړاندې مقابله وکړي، مطرح کړې او ويلي يې دي، چې که حالات هرڅومره سخت او ستونزمن شي، مونږ باید په همغه اندازه په خپل ځان باور پیاوړی کړو. نوموړي همدارنګه په خپلو خبرو کې وړانديز وکړ، چې بېلابېل هېوادونه دې د سولې، پرمختګ ، همکارۍ او د ګډو برياليتوبونو پر بنسټ د زمانې له اړتياوو سره سم د انسانانو د ګډ روښانه برخلیک لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان د کليد راډيو مسؤل فقير  محمد فقيرزي د چین ميډيا ګروپ ته په دې هکله وويل، چې چين د نړۍ تر ټولو لوی پرمختللی هېواد دی او د اوسنيو حالاتو پر وړاندې ډېر کارونه تر سره کولی شي او د خپلو رښتینو کړنو په ترسره کولو سره د اسيا د ګډ برخليک ټولنې افکار پلي کوي.

اوسنۍ نړۍ لاهم د کرونا وبا له منفي اغېزو څخه نه ده خلاصه شوې او له نويو امنيتي ننګونو سره مخ ده. د دې ترڅنګ د نړيوال اقتصاد د بيا ودې او پرمختګ سرعت ورو دی او پرمختيایي رقابتونه هم مخ په زياتېدو دي. د ښاغلي فقيرزي په اند، که څه هم اوسنی حالت سخت دی، خو چين کولای شي، چې د افغانستان په څېر هېوادونو ته د مرستې لاس وغځوي.

هغه وويل، ټولو ته معلومه ده، چې د افغانستان اقتصادي حالت خراب دی، نو د سيمې او اسيايي هېوادونو څخه مو هیله ده، چې زمونږ د وطن هر اړخيزه لاسنيوی وکړي او دلته هغه لويې اقتصادي پروژې پلې کړي، چې ور سره په افغانستان کې د بېکارۍ کچه راټيټه شي. چين د افغانستان يو ملګری هېواد پاتی شوی او تل يې له افغانستان څخه ملاتړ کړی دی، نو له چين څخه مو هیله ده، چې په دې برخه کې دلته بنسټیزې پروژې پلې کړي. دده په وینا، که چين اساسي او رغنده کارونه تر سره کړي، نو د افغانانو پراخ ملاتړ به ترلاسه کړي او افغانان به خامخا پرمختګ ومومي.

دا حقيقت دی، چې که چېرې بېلابېل هېوادونه يو له بل څخه ملاتړ وکړي. نو نړيوال اقتصاد به بيا وده وکړي، نو اړینه ده، چې مونږ په دې برخه کې د اقتصادي سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړو. 

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ همدارنګه د بوآو اسيايي فورم کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، چې مونږ په پرانيستي نړيوال اقتصادي پرمختګ ټینګار کوو او د نړيوال کېدو د پرمختيایي تمايل له مخې د بېلا بېلو هېوادونو د  برابرۍ، همغږۍ او هراړخیز پرمختګ لپاره هلې ځلې کوو. ښاغلي فقيرزي په دې اړه وويل، چین په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد ګڼل کيږي او د څېړنو پر اساس اقتصاد يې هم د نړۍ د لوړې درجې لرونکو هېوادونو له ډلې څخه شمېرل کيږي. د دې ترڅنګ د نړۍ مختلف هیوادونه یو له بل سره تړلي دي او لازمه ده، چې يو له بل سره هر اړخيزې اړيکې وپالي او هېڅوک له ځان څخه نه دی پوره. چين نورو ته او نور هېوادونه چين ته د لا پرمختګ زمينه برابرولی شي. نو ځکه هر هېواد  د نړۍ يو غړی دی او ګډ برخليک لري. زما په اند دا د يو هېواد لپاره په کار ده، چې د خپل اقتصاد د پياوړتيا لپاره د نړۍ ګوټ ګوټ سره اړیکې وپالي او تجارت وکړي. ځکه چې له نورو هېوادونو سره دوه اړخيزې اړيکې مهمې او د پرمختګ لپاره اړينې دي. نو هر هېواد دې د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

که څه هم ګرده نړۍ له ډول ډول ستونزو سره مخ ده، خو رئيس شي جين پینګ ويلي، چې که  حالات هر څومره سخت او ستونزمن شي، مونږ باید په همغه اندازه په خپل ځان باور پیاوړی کړو. ښاغلي فقيرزی په دې اړه وويل، چې که پر راتلونکي باور له لاسه ور کړو، نو ښه راتلونکی به ونه لرو. مونږ د راتلونکي پرمختګ لپاره ښه فکر لرلی، ښه کار تر سره کولی او نوی نسل پرمختګ ته هڅولی شو، چې له دې کبله به ښه اينده برابره شي.