د چين د کمونېست ګوند د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې غړو د استازو غونډه د اپريل له ۲۱ مې تر ۲۲ مې د دغې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې ترسره شوه او د دې سيمې هغه ګوندي استازي پکې د رايګيرۍ له لارې وټاکل شول، چې د دغه ګوند په شلم ملي کانګريس کې به ګډون وکړي. ښاغلی شي جين پينګ، چې د دغه ګوند د مرکزي کمېټې له خوا نومول شوی، په دغه غونډه کې په ټولو موافقو رايو د ګوند د شلم ملي کانګرس د استازي په توګه وټاکل شو.