امريکایي کارپوه: د نړيوال د يووالي د هڅولو لپاره د چين خدمتونه د ستاينې وړ دي
CMG2022/04/23 11:06:59
شريکول:

د چين او امريکا په چارو کې د امريکا د څېړنيز مرکز لوړ پوړي څېړوونکي سوراب ګوپټا د اپريل په شلمه نېټه د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۲م کال د کلنۍ غونډې پرانيستونکو مراسمو ته په خپله وينا کې ويلي، چې چين د نړيوالې ټولنې د يووالي، د کرونا وبا او نورو نړيوالو ننګونو ضد مبارزې او د نړيوال پرمختګ په لټه او هڅه کې دی.

سوراب ګوپټا د نړيوال امنيت په اړه د چين د پېشنهاد ستاينه کړې او هيله يې ښودلې، چې نور هېوادونه د سړې جګړې نظريه  رد کړي چې  له اوسني حالت سره هېڅ سمون نه لري. نوموړي زياته کړې، چې زما په اند چين مناسبه پرېکړه کړې او د زياتو پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو فکرونه یې په پام کې نيولي دي. چين د نړۍ د جلا کېدو وضعيت نه غواړي او د هېوادونو د متقابلې اتکا او همکاريو هيله لري.