د افغانستان د لنډمهالي حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د دې خبر پخلی وکړ، چې د اپريل د ۲۲مې نېټې په ماسپښين د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په يوه جومات کې د چاودنې له امله ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپيان دي. د چاودنې په وخت کې ځايي خلکو په دغه جومات کې لمونځ کاوه.