د بواو اسيايي فورم کلنۍ غونډه پای ته ورسیده
CMG2022/04/24 17:25:13
شريکول:

د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۲م کال کلنۍ غونډه د اپريل له ۲۱مې تر ۲۲ مې د چين د های نان ولايت په بواو کې  ترسره شوه. دغه غونډه ((کرونا او نړۍ، د نړيوال پرمختګ ګډه هڅونه او د ګډ راتلونکې ابادي )) په مطلب روانه وه او د ۴۲ هېوادونو او سیمو څه باندې ۶۰۰ استازو په حضوري ډول او ۴۰۰ نورو په انلاين ډول پکې ګډون کړی و.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته په وينا کې وړاندیز وکړ، چې نړيوال دې پر ګډ امنیت، عمومي همکاريو او دوامدارو نظریو ټينګار وکړي او په ګډه دې د نړۍ سوله او امنیت وساتي . زياتو کارپوهانو د رئيس شي جين پينګ د دغه وړانديز ستاينه  وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې چين په نړيوالو چارو کې لا نور فعال رول ولوبوي.

د برازيل ولسمشر پخواني اقتصادي سلاکار الکساندر وايي، په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا وبا او جيوپوليتيکس له ګواښونو سره مخامخ ده، نو د شي جين پينګ ياد وړانديز ډېر پر ځای دی.

نوموړي وويل، چې نړيوالې ټولنې په دې وروستيو کلونو کې د جنګ له لارې مسئلې حل کړي، خو نړيوال له جنګ څخه خوښ نه شوي. د شي جين پينګ وړانديز د دې ښودنه کوي، چې چين د څواړخيزم ټينګار کوي او دا د نړيوالې ټولنې لپاره اهميت لري.

د چين د اصلاحاتو او پرمختګ انسټيټيوټ رئيس چي فو لين په دې اړه وويل، چې چين په اوسني پيچلي نړيوال حالت کې د نړيوال امنيت د ساتلو لپاره وړانديز کړی او د  راتلونکي نړيوال پرمختګ لپاره يې خپل غږ پورته کړی دی، چې دا د چين او نړۍ لپاره ډېر اهميت لري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه، چې اسيا په تېرو څو کلونو کې سوله ييز او ثابت حالت ساتلی او چټک اقتصادي پرمختګ يې کړی دی. که اسيا ښه وي، نړۍ به هم ښه وي.

چي فو لين په دې اړه وويل، چې اسيا په نړۍ کې مهم رول لري او رئیس شي جين پينګ د سولې، همکارۍ او يووالي په برخه کې د اسيا د مسئلې خبرې وکړې. خو پوښتنه دا ده، چې چين به څرنګه د اسيا سوله ، همکارۍ او يووالی پياوړی کړي؟ زما په نظر، چين دې له اسيا سره اقتصادي اړيکې ژورې کړي. د مثال په توګه، د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون دې پلی کړي.

د رئيس شي جين پينګ وړانديز د څو اړخيزم ښه ښکارندويي کوي او د نړۍ د امنيت ساتلو او تر کرونا وبا وروسته د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ضمانت برابروي.

په امريکا کې د چين او امريکا د چارو څېړنيز مرکز څېړونکي سوراب ګوپتا وويل، چې رئيس شي جين پينګ د نړۍ د امنيت لپاره پر وخت او ډېر مناسب وړاندیز کړی او بې له شکه څو اړخيزم او نړيوال پرمختګ د ټولې نړۍ لپاره ډېر اړين دي.

په چين کې د اقتصادي او همکاريز سازمان استازي تاماس هيبا هيله وښوده، چې چين د اسيا د پرمختګ او سمسورتيا لپاره خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې چين په اسيا کې مهم رول لوبولی او د سيمه ييزې همکارۍ، سولې او ثبات لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي. دغه هڅې مثبت اهميت لري او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره به هم  ډېرې ګټورې تمامې شي.