د پولنډ په جنوب کې د سکرو په کان کې د پېښې له امله ۱۰ تنه لادرکه دي
CMG2022/04/24 15:32:28
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پولنډ په جنوب کې د یسکبوسکي ښار د سکرو یو کان کې د ړنګېدو پېښه وشوه چې له امله يې تر اوسه لا هم له ۱۰ تنه کارکوونکو سره تماس نه دې ټینګ شوی. دا په روانې اوونۍ کې په پولڼد کې دوهمه کاني پېښه وه.

د سکرو کان شرکت وویل، چې یاده پېښه د سهار پر ۳ بجو او ۴۰ دقیقو تر ځمکې لاندې په ۹۰۰ مترو کې شوې. د پېښې په ځای کې ۵۲ کارکوونکي په کارونو بوخت ول، چې له دې جملې څخه ۴۲ تنه خوندي تائيد شول. (هیله)