د امريکا په پلازمينه کې د ډزو په پېښه کي ۴ تنه ټپيان شوي
CMG2022/04/24 15:05:29
شريکول:



د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د پلازمېنې واشينګټن په شمال لوېديځ کې د اپريل د ۲۲ مې نېټې په ماسپښين کې یو تن برید ګر په ډزو سره ۴ تنه ټپيان کړي او وروسته  يې ځان وژنه کړې.

د واشينګټن پوليسو د همدې ورځې په ماښام اعلان وکړ چې بريد کوونکی يو ۲۳ کاله نارينه و او هغه وخت يې خپل ځان وواژه چې پوليس د پېښې ځان ته نژدې يو اپارتمان ته ننوتلی. پوليسو د هغه په کور کې ۶ ټوپکونه او ګولۍ پيدا کړی.