د افغانستان د کډوالو چارو وزارت پر ۱۵۰۰ اړمنو وګړو د چين لخوا مرسته شوې غلې دانې وویشلې
CMG2022/04/24 15:26:50
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د لنډ مهاله حکومت د کډوالو چارو وزارت د اپریل په ۲۳مې نېټې په کابل کې ۱۵۰۰ اړمنو او غریبو وګړو ته د چین لخوا مرسته شوې غلې دانې وویشلې. دا له افغانستان سره د چین حکومت د بشردوستانه مرستو د غلو دانو پنځمه جوپه وه چې د روانې میاشتې په سر کې افغانستان ته ورسېدله.

د یاد وزارت ویاند عبدالله مطلب حقاني وویل، چې هر تن ته ۵۰ کیلوګرامه وریجې ورکړې شوې. هغه د چین له حکومت او خلکو څخه مننه څرګنده کړه.

د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل حقاني د یادو غلو دانو د ویشلو په ځای کې وویل، چې د کډوالو چارو وزارت به په دوامداره توګه بېلا بېلو ولایتونو ته د چین لخوا مرسته شوې غلې دانې وویشي. (هیله)