روسيه: په ماريوپول ښار کې ټولنيز نظم اعاده شو
CMG2022/04/24 15:06:54
شريکول:



د روسيې ملي دفاع وزارت وياند د اپريل پر ۲۲مې نېټې ويلي، چې په ماريوپول ښار کې يې ټولنيز نظم اعاده شو او ځايي وګړي کولای شي د اوکراين په سړکونو کې حرکت وکړي.

د اوکراين چارواکو د روانې مياشتې پر ۲۳ مې نېټې وويل، چې د همدې ورځې په ماسپښين به ښځې، ماشومان او سپينږېري له ماريوپول څخه وايستل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس به په راتلونکې اوونې کې په جلا توګه روسيې او اوکراين ته لاړ شي او په ۲۶مه او ۲۸ مه نېټه کې به په جلا توګه د روسيې او اوکراين له ولسمشرانو سره ليدنه وکړي.