چین به د ستوريو د ټکر د مخنيوي په پار دفاعي سیسټم جوړ کړي
CMG2022/04/24 15:30:50
شريکول:

د اپریل ۲۴مه نېټه د چین د فضايي چارو له ورځې سره برابره ده، سږ کال دغه ورځ د چین د لومړۍ مصنوعي سپوږمکۍ د بریالي توغولو له ۵۲مې کلیزې سره هم برابره ده.

د چین د فضانوردۍ دولتي ادارې مرستيال مشر وویان هوا څو ورځې مخکې د چین مډيا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، چې چین به له ځمکې سره د هغو کوچنيو ستوريو د ټکر کولو د مخنيوي په پار دفاعي سیسټم جوړ کړي چې ځمکې ته نژدې موقعيت لري تر څو له اړوندو ګواښونو سره مقابله وکړي او د ځکمې او انسانانو د امنیت ساتلو لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي. (هیله)