د امريکا جنګي جرمونه بايد افشا نه شي؟
CMG2022/04/24 09:14:20
شريکول:

امريکا تل ځان په حقه بولي او وایي، چې پیل کړې ټولې جګړې یې عادلانه او د ترهګرۍ ضد د مبارزې، آزادۍ او ډيموکراسۍ په موخه  تر سره کړې دي. د امريکا د حکومت په نظر هره جګړه سمه او ضروري ده. خو که څوک وغواړي چې  د دغو جګړو تر شا پټ او رښتيني هدفونه، رازونه او  جنګي جرمونه افشا کړي، نو سخته سزا به ورکړل شي.

د برېتانیا محکمې د اپريل پر شلمه نېټه منلې، چې د ويکيليکس جوړونکی (جوليان پاول اسانجي) يې امريکا ته تسليم کړي. ويکيليکس په ۲۰۱۰م کال د امريکا لخوا په افغانستان او عراق کې د جګړو په اړه د امريکايي پوځ او حکومت پټ سندونه خپاره کړل، چې د امريکايي پوځ جنګي جرمونه ښکاره کوي. نو د امريکا حکومت پر اسانجي تور لګولی، چې ۱۷ جاسوسي جرمونه او په ناسمه توګه د کمپيوټر جرم لري. که دا ځل نوموړی امريکا ته تسليم شي، د ۱۷۵ کاله بند له سزا سره به مخامخ شي.  

د امريکا حکومت د اسانجي کړنې نه شي منلای، نوموړي رښتیا خپاره کړي دي او په ويکيليکس کې یې په افغانستان کې د ميشت امريکايي پوځ د جګړو په اړه ريکارډ افشا کړی، چي د هغه د حقیقت خپرولو له امله امریکا ډېره غوسه شوې ده. اسانجي په افغانستان کې د شل کاله جګړې په اړه  ويلي، چې امريکا پر افغانستان یرغل کړی او دغه کار یې د افغانستان د ژغورنې په موخه نه دی کړی، بلکې له دې کار څخه یې موخه د فاسدو امریکایي سیاستوالو د غوښتنو عمل کول ول، څو وکړای شي چې له دې لارې د جګړې په نوم د مالیې ورکوونکو پیسې تر لاسه کړي.

د دغه جنګ موخه برياليتوب نه، بلکې اوږدول دي، څو له مخې یې  پيسي د امريکا د ځينو سياستوالو جېبونو ته لاړې شي. اسانجي په لنډه توګه د امريکا د سياستوالو هدف ته اشاره کړې او غواړي، چې د امريکا خلک د جنګ په اړه ريښتنی معلومات تر لاسه کړي.

اسنجي د ۲۰۱۰م کال په جولای کې په افغانستان کې د امريکايي پوځ د نظامي فعاليتونو په اړه ۷۷ زره پټ سندونه خپاره کړل، چې په کې د جنګ په اړه ډېر رازونه موجود دي. د همدې کال په اکتوبر مياشت کې د ويکيليکس په ويبپاڼه کې د ۲۰۰۴م کال له  جنورۍ څخه د ۲۰۰۹م کال تر دسمبر پورې په عراق کې د امريکايي پوځ د نظامي فعاليتونو نږدې ۴لکه راپورونه خپاره شوي. دغه راپورونه په عمده توګه د امريکا د پوځیانو او استخباراتي کارکوونکو له ريکارډونو څخه تر لاسه شوي ول او له مخې يې په عراق کې د امريکا د جګړې له  امله څه باندې يو لکه تنه وژل شوي چې ۶۶زره تنه يې ملکي  وګړي دي.

د امريکا د واکمنۍ په هغه سيستم کې چې له دروغو خبرو څخه ډک دی، د اسانجي رښتينې خبرې يوازې ځان ته زيانونه رسوي. امريکا په حقيقت کې په نورو هېوادونو کې د جنګونو د رښتيا پټولو لپاره ډول ډول لارې استفاده کړې دي. نړيوالې جزايي محکمې په لسو کلونو کې د شواهيدو له راغونډولو وروسته د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې له ۲۰۰۳ م کال څخه تر ۲۰۰۴م کال پورې امريکايي پوځ په افغانستان کې له جنګي بنديانو سره د بد سلوک کولو او پر بشري حقونو د تيري کولو په شمول جنګي جرمونه او انسانانو ته د زيانونو رسولو جرمونه تر سره کړل. ورپسي امريکا نړيوالې جزايي محکمې ته ګواښ وکړ، چې که په افغانستان کې د امريکا د جنګي جرمونو په هکله پلټنه تر سره کړي، د دغې مجکمې پر اړوندو چارواکو به بنديزونه ولګوي. د پلټنې له پيل وروسته د امريکا د ډونالډ ټرمپ حکومت په حقيقت کې د دغې محکمې پر جګ پوړو مامورينو بنديزونه ولګول.

ایا د امريکا جنګي جرمونه بايد افشا نه شي؟

البته چې ځواب يې نه دی. سره له دې چې د امريکا حکومت هڅه کړې، چې رښتيني معلومات پټ کړي، خو دغه جرمونه لا هم ګام په ګام د نړيوالو لخوا افشا شوي. په عراق او افغانستان او نورو هېوادونو کې د امريکا جنګي جرمونه څرګند دي. د اسانجي د برخليک له امله د امريکا د مطبوعاتو او خبرو د ازادۍ ساتل هيڅ اهميت نه لري او یوازي تش په نامه دي. خو امريکا د زرګونه نړیوالو خبرې نه شي پټولای. په دغو هېوادونو کې به د امريکا د جنګي جرمونو د خپرولو خبرې هيڅکله پای وه نه مومي  او دوام به ولري.