د ترکيې ځواکونو د سوریې ۵۰ کردیان ووژل
CMG2022/04/24 15:28:22
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکیې د دفاع وزارت د اپریل په ۲۳مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې د ترکيې ځواکونو په همدې ورځ د سوريې په شمال کې د کردیانو د خلکو ساتلو ډلې(يعنې YPG) پر ضد پوځي عملیات ترسره کړل او په ترڅ کې يې د دې ډلې لږ تر لږه ۵۰ وسلوال ووژل.

په اعلامیه کې راغلی، د YPG وسلوالو د روانې میاشتې پر ۲۲مې نېټې د سوریې د حلب ښار د ملیا ولسوالۍ د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې د ترکیې تر کنټرول لاندې ده او له امله يې یو ترکی پولیس ووژل شو. برسيره پر دې، یادو وسلوالو په شاوخوا سیمه کې پر ترکي ځواکونو هم بریدونه وکړل. نو د ترکيې ځواکونو یاد پوځي عملیات د دغو وسلوالو بریدونو ته ځوابي عملیات دي. (هیله)