د چين د تاريخي اثارو دولتي ادارې په دې وروستيو کې د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د لرغون پېژندنې ځانګړی پلان خپور کړی. په دغه پلان کې ويل شوي، چې د چين ځانګړې
لرغون پېژندنه به تر ۲۰۳۵م کال پورې په بنسټيز ډول بشپړه شي. دغه راز تر هغه پورې به په نړۍ کې د چين د لرغون پېژندنې اغېز زياتوالی وښيي او د نړيوالو کلتورې اثارو په ساتلو کې به مهم رول ولوبوي.
په دغه پلان کې همدارنګ راغلي چې چين به د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د نړيوالې لرغون پېژندنې همکارۍ او تبادلې پياورې کړي. چين به د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له هېوادونو سره د اړوندې څېړنېزې همکارۍ او همدارنګه تر اوبو لاندې د لرغون پېژندنې همکارۍ وکړي.