د چين ځانګړي عصري تکنالوژۍ
CMG2022/04/24 16:11:14
شريکول:


دوه رنګه وريجي

چین په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې د دوه رنګه وريجو د کښت تکنالوژي ابتکار يې کړی او  د دغه تکنالوژۍ له لارې هر کال د نړۍ ۱/۵ نفوس د هغه د وريجو له کروندې استفاده کوي. اوس دغه کرهنيزه تکنالوژي د نړۍ تر ۶۰ زياتو هېوادونو او سیمو ته خپره شوې او د وريجو تر ۷ ميليونو هکتارو پوري کروندو کې کرل شوې او د نړۍ مليارډونه نفوس يې په نس ماړه کړي.

بې دو نیويګېشن سپوږمکۍ سيستم 

بې دو نيويګېشن سپوږمکۍ سيستم (BDS) د چين لخوا جوړ شوی او اړوند توليدات يې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې (اسيان) په غړو هېوادونو، جنوبي اسيا، ختيځې اروپا، لويديځې اسيا او افريقا کې کارول شوي دي.

تیان ګونګ فضايي ستېشن

چين د ملګرو ملتونو د فضايي چارو له ادارې (يونوسا) سره په ګډې همکارۍ د تيان ګونګ په نوم خپل فضايي ستېشن کې فضايي پروژه پيل کړې ده. دا په تاريخ کې لومړی ځل دی چې دغه ډول فضايي پروژې د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو پرمخ خلاصيږي. تراوسه پورې د ۱۷ هېوادونو ۹ ګډې فضايي پروژې د چين په فضايي ستېشن کې د پيلېدونکو پروژو په ليست کې شامل شوې دي.

کرونا ضد واکسين

د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې ، چين لومړنی هېواد دی، چې  د کرونا ضد واکسينونو او د کرونا ناروغيو د درملنې لارو چارو په برخو کې تر ټولو زيات امتيازي حقونه غوښتي دي. چين تر دې دمخه ۱۲۰ هېوادونو او سيمه ييزو سازمانونو ته تر ۲ مليارډو او ۱۰۰ ميليونو زيات کرونا ضد واکسين برابر کړي او له افريقا سره به  د نورو۶ ميليونو او د اسيان له هېوادونو سره به د نورو ۱۵۰ ميليونو واکسینونو مرسته وکړي.