د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه له اروپايي پارلمان سره د ډیجټلي خدمت مصوبې په اړه موافقې ته رسېدلي
CMG2022/04/24 15:10:37
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او اروپايي پارلمان مرکچي د اپریل پر ۲۳مې نېټې د اروپايي ټولنې د ډیجټلي خدمت مصوبې په اړه موافقې ته ورسېدل. دغه مصوبه له انلاین ډګرونو څخه غواړي چې د ناقانونه او ناوړه انلاین مالوماتو د لیرې کولو لپاره نور زیات اغېزمن تدبیرونه ونیسي، مثلاً دوښمانانه خبرې، جعلي مالومات او داسې نور.

د اروپايي ټولنې کمېسیون په همدې ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، په دغه مصوبه کې په انلاین ډګرونو کې د ناقانونه او ناوړه مالوماتو د څار په اړه نوي معیارونه ټاکل شوي او د انټرنيت استعمالوونکو بنسټيز حقونه به لا ښه وساتي. په دغه اعلامیه کې د ياد کمېسيون د رئيسې ورسوله ون دیرلیون له قوله ویل شوي، چې د دې مصوبې په کارولو سره به د انلاین خدمتونو د بنسټيزو مقرراتو درجه لوړه شي او د انلاین چاپېریال امنیت به وساتل شي.(هیله)