انتونيو ګوټريش: نړيواله ټولنه بايد د څواړخيزم پر وړاندې له شته ګواښونو سره کلکه مبارزه وکړي
CMG2022/04/25 11:01:15
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د اپريل په ۲۴ مه نېټه د څواړخيزم او سوله ييزې ډيپلوماسۍ د نړيوالې ورځې په پار وينا کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د څواړخيزم پر وړاندې له پرتو ګواښونو او ننګونو سره کلکه مبارزه وکړي او خپلمنځي همکارۍ دې پراخې کړي. 

نوموړي په خپله وينا کې ويلي، چې نړيوالې ټولنې د ملګرو ملتونو د جوړولو په پيل کې د څواړخيزم ژمنه کړې، خو د عمل جامه يې نه ده ور اچولې او اوس یې پر وړاندې لويې ستونزې زيږيدلې دي.

ګوټریش ويلي، چې په نړۍ کې اقليمي کړکيچ سر راپورته کړی او بېلا بېلو ځايونو کې شخړې روانې دي او د ساري په توګه يې د اوکراين شخړې، د ډله ييزو ويجاړونکو وسلو کنټرول، د عامې روغتيا بيړنيو پېښو، د نړيوال مهاجرت د ساتلو ميکانيزم او ځينو نورو مسئلو ته اشاره کړې ده.

نوموړي زياته کړې، چې دا ډېره روښانه ده، چې د څواړخيزم او ډيپلوماتيک سيسټمونه ولې له هرې خوا ستونزو سره مخ دي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.