د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۲۵ مې نېټې په سهار په بېجينګ کې له ژن مين (خلکو) پوهنتون څخه ليدنه وکړه او د دغه پوهنتون د ايډيالوژيکي درسونو ټولګي، موزيم، کتابتون يې له نږدې ولیدل او د تعليمي څېړنو او لاسته راوړنو اړوند وضعيت يې وڅاره او د استاذانو او محصلينو له استازو سره يې خبرې وکړې.