د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۵مه نېټه د ارټيميسينين(Artemisinin ) په نوم د درمل د اختراع کولو ۵۰مې کاليزې د لمانځنې په پار د بشر د ګډې روغتيا ټولنې د ابادۍ نړيوال فورم ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
ارټيميسينين د ملاريا ضد درمل دي، چې د چيني سيانسپوانو لخوا اختراع شوي دي.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې په چين کې د يادو درملو په کارولو سره د ملاريا نښې نښانې نه دي پيدا شوي او پوره يې له منځه وړلې ده.
نوموړي ويلي، چې چين د دغو درملو او اړوندو تخنيکونو د برابرولو، مرستندويه ادارو سره د ملاريا ضد مرکزونو د جوړولو او د مسلکي کسانو د روزلو په شمول بېلا بېلو چارو سره د پرمختيايي هېوادونو څو مليونه تنه ژغورلي او د ملاريا ضد نړيوالې مبارزې او د انسانانو د روغتيا لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.
چين به له نړيوالې ټولنې سره د روغتيا په برخه کې د نظر تبادلې او همکارۍ پراخې کړي، په ګډه به نړيوال ګواښونه او ستونزې حل او د انسانانو د ګډې روغتيا ټولنې ابادۍ ته به وده ورکړي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د روغتيا لپاره به نور خدمتونه وکړي.