د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اپريل په ۲۴مه نېټه له خپل اوکرايني سيال ولاديمير له ولسمشر زيلينسکي سره د اوکراين د اوسني وضعيت په اړه ټليفوني خبرې کړې دي.
د ترکيې ولسمشرۍ دفتر په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې اردوغان په يادو ټليفوني خبرو کې د اوکراين له ماريوپول ښار څخه د ټپيانو او ملکي وګړو پر ايستلو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې ترکيه به تر خپلې وسې پورې د روسيې او اوکراين ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره مرستې برابرې کړي.
زيلينسکي په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې له اردوغان سره يې د اوکراين او روسيې ترمنځ د مذاکراتو د پرمختګ او د اوکراين او ترکيې او نورو هېوادونو ترمنځ د امنيتي تضمین د چارو د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.