د چين د پوهنې ملکيت حق دولتي ادارې په دې وروستيو کې د چین د ۲۰۲۱م کال د پوهنې ملکيت حق د پرمختګ د وضعيت په اړه راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، چې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پوهنې ملکيت حق همکاريو ته ډېره وده ورکړې او په ۲۰۲۱م کال کې يې د يو کمربند او يوې لارې په پرتو هېوادونو کې د تصديو د انحصاري حقونو د غوښتنليکونو شمېر ۸۵۹۶ ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹.۴ سلنه زياتوالی ښيي او د انحصاري حقونو د صلاحيت ورکولو شمېر يې ۴۷۱۱ ته رسېدلی، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵.۳ سلنه زياتوالی ښيي.
راپور زياتوي، چې په چين کې د يو کمربند او يوې لارې د پرتو هېوادونو د انحصاري حقونو د غوښتنليکونو او د صلاحيت ورکولو شمېر هم زیات شوی دی.