يو کتاب، يوه ډرامه، يوه سندره او څلور سوه ميليونه نندارچيان!
CMG2022/04/25 16:48:09
شريکول:

د چين مډيا ګروپ د روان کال په لومړۍ ربع کې د يو مشهور ناول (ژوند) تلويزيوني سريال خپور کړی، چې په ټول چين کې څه باندې ۴۰۰ ميليونو کسانو ننداره کړی دی.

ډېرو خلکو د دغه سريال سندرې زده کړي او له ځانونو او ملګرو سره د خوښيو په مراسمو کې يې زمزمه کوي.

دغه تلويريوني سريال ولې دومره ډېر د هرکلي وړ ګرځېدلی؟

په دغه سريال کې د چين په شمال ختيځ کې د يوې کورنۍ د دريو نسلونو کيسې انځور شوي او په تېرو کابو پنځوسو کلونو کې د دوی د برخليک او ژوند او د زمانې د پرمختګ په هکله معلومات پکې ځای شوي دي.

نندارچيان له دغه سريال څخه په تېرې نژدې نيمې پيړۍ کې د چين د سياست، اقتصاد او فرهنګ د بدلونونو په هکله معلومات تر لاسه کولی شي.

دغه سريال د چينايانو د تېر ۵۰ کلن ژوند او د چين د بدلونونو تاريخ ګڼل کېږي. په دغه سريال کې د واده، کورنۍ، د خلکو تر منځ د اړيکو په اړه نظريې ځاي شوي او د چين د عنعنوي فرهنګ د درناوي، زحمتونو او پيرزوينو نظريې پکې ښودل شوي او د نندارچيانو احساسات را پاروي.