اوکراینان مړه کېږي او امریکایان چاغيږي
CMG2022/04/25 15:00:11
شريکول:

د زورواکۍ پر څلي ناسته امریکا، له نړیوالو مقرراتو بيا بيا سرغړونه کوي

کله چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه پېل شوه، نو امريکې ته ښه چانس په لاس ورغلی او د روسيې د ځپلو لپاره يې ډول ډول تدبیرونه په کار اچولي دي.

د امریکا ولسمشر جوبايډن په ډاګه ويلي، چې د لويديځو هيوادونو د بندیزونو له امله به په یو کال کې دننه د روسیې تېر 15 کلن اقتصادي پرمختګ له منځه یووړل شي او له نړیوال ډګر څخه به ګوښه شي.

د بايډن دغې څرګندونې د نړۍ ډېرو هيوادونو ته ټکان ورکړی او د وېښېدو په لټه شوي.

روسیه د نړۍ لوی هېواد دی، خو امریکې ته ښه چانس (اوکراين جګړه) په لاس ورغلی او د دغه هيواد ځپل يې پيل کړي دي.

داسې ښکاري، چې امریکا د زورواکۍ پر څلي ناسته ده، ځکه له نړیوالو مقرراتو بيا بيا سرغړونه کوي او د دغو مقرراتو د ويجاړولو لپاره يې ښه کلک تدبیرونه نيولي دي.

کله چې امریکې پر روسیې هراړخیز بندیزونه ولګول، نو نړۍ ته يې د اوکراین د کړکېچ تر شا توره څېره ښکاره شوه.

دا یو حقیقت دی، چې ناټو د ختيځ په لوري د خوځښت دوامدارې هڅې کړي او د روسيې امنيتي فضا يې کمه او ننګولې ده او وروسته يې دا هم پتيلې وه، چې په خپلې لمنې کې اوکراين ته هم ځای ورکړي او دغې چارې يې د روسيې غوسه داسې را وپاروله، چې پر اوکراين يې بريد وکړ، خو لا يې هم درک نشته، چې دا جنګ به کله پای مومي.

د دغې شخړې تر شا د امريکې تور لاس دی او خپلو شومو موخو ته يې د رسيدو ښه لاره موندلې ده.

اوکراینان مړه کېږي او امریکایان چاغيږي

د هند خبري چينل ویاند ګوسوامي څو ورځې مخکې ویلي، چې اوکراینان مړه کېږي، خو امریکایان ګټې تر لاسه کوي او د امریکا د ملي دفاع  شرکتونه د روسیې او اوکراین د جګړې د دوام په هرې ګړۍ او دقیقه کې د خپلو ونډو د لوړېدو حالت ګوري او ښې ګټې ترلاسه کوي.

د ګوسوامي يادې څرګندونې د اوکراین او روسیې د کړکیچ د رامنځته کېدو یو مهم لامل په ګوته کوي.

د امریکې ولسمشر جوبايډن د تېر مارچ په 24مه نېټه د رسنيو پر وړاندې په ډاګه وويل، چې ولاديمیر پوتین باید نور ماموریت ته ادامه ورنه کړي.  

باور دا دی، چې واشنګټن نه غواړي، د اوکراین او روسیې ترمنځ روان کړکیچ په نږدې مهال کې پای ته ورسېږي، نو ځکه په دوامداره توګه اوکراین ته وسلې برابروي او د اوکراین او روسیې د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

واشینګټن اوکراین ته د تېرې فبرورۍ له ۲۴مې نېټې يا د روان کړکیچ له را پورته کېدو راهیسې، د 2.4 میلیارډو امریکايي ډالرو په ارزښت وسلې برابرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه ویلي، چې دغه کړکیچ ښايي د روان کال تر پایه پورې دوام ولري.

د امریکا او ملګرو هيوادونو يې پر روسيې داسې سخت بنديزونه لګولي، چې په وروستیو کالونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی.

 د روسیې سپوتنیک خبري اژانس خبر ورکړی، چې د بندیزونو شمېرې ښيي، له ۲۰۱۴م کال څخه د روان کال د مارچ تر ۷مې نېټې پورې پر روسیې 5532 بندیزونه لګول شوي او په دې جمله کې 2778 بندیزونه د روان کال د فبرورۍ له ۲۲مې نېټې راهیسې پرې لګيدلي دي.

د امریکا حکومت د روانې میاشتې په 4مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې پر روسیې د بندیزونو له امله څه باندې 600 شخصي شرکتونه له دغه هيواد څخه وتلي دي.

کارپوهان وړاندوینه کوي، چې سږ کال به د روسیې د کورنیو تولیداتو عمومي ارزښت ۱۵ سلنه کم شي.

د روسیې کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې ښايي دغه انډول 30 سلنې ته ورسېږي او د روسیې د خلکو د ژوند سویه ښايي د تېرې پېړۍ د 9مې لسیزې سویې ته وغورځي.

 نړیوال بانک وړاندینه کړې، چې د اوکراین او روسیې د کړکیچ له امله ښايي سږ کال د اوکراین د کورنیو تولیداتو عمومي ارزښت په سلو کې 45.1 برخه کمه شي.

دغې جګړې اوکراین او روسیې ته سخت زیانونه رسولي، خو امریکا پکې ښې ګټې کوي.