د اپريل ۲۶ مه نېټه د پوهنې ملکيت حق له ۲۲ مې نړيوالې ورځې سره برابره ده.
د پوهنې ملکيت حق نړیوال سازمان راپور وايي، چې پدې وروستيو کلونو کې د ژوند او کار پرمهال د کرونا وبا د وقايې نویو تخنيکونو ته د خلکو اړتياوې ډېرې شوي او چيني ځوانانو له عصري تخنيکونو په استفادې د کرونا وبا د وقايې يولړ نوي سامان الات ابتکار کړي دي.
د کارول شويو ماسکونو د راټولولو بکس
د بېجينګ ټکنالوژۍ انسټيټيوټ ډاکټرانو د غورځول شوو ماسکونو د راټولولو لپاره داسې بکس جوړ کړی، چې د يو وي(UV) وړانګو او اوزون ګاز له لارې مکروب وژلی او تعقيمولی شي.
روبوټ
د چين د هو نان پوهنتون ډاکټرانو د کرونا ضد روبوټ جوړ کړی، چې له لرې واټن کنټرولیږي او له طبي کارکوونکو سره د توکو د تعقيمولو او د ناروغانو وضعيت د معلومولو مرسته کولی شي.
د تودوخې د مالومولو روبوټ
د چین د هانکانګ سيمې ځوان پنګ يي په لسو ورځو کې داسې روبوټ جوړ کړی، چې په اوټوماتيک ډول د انسانانو بدني تودوخه معلومولی شي. دغه روبوټ اوس د اورګادو سټېشنونو، هوايي ميدانونو او داسې نورو عامو ځايونو کې ډېر کارول کيږي.
ځيرکې خولۍ
ځېرکې خولۍ په دوو دقيقو کې د سلو کسانو بدني تودوخه معلومولی او ثبتولی شي. ګارډېن، بي بي سي او ډېرو نورو نړيوالو رسنيو هم پر دغې خولۍ راپورونه جوړ کړي او د کويټ، نايجريا او سينګاپور په ګډون د ډېرو هېوادونو تصديو يې د پېر فرمايشونه وړاندې کړي دي.